د نوي زیلنډ له دولتي رادیو-ټلویزیونه اذان نشرېږي

راپورونه

د نوي زیلنډ له دولتي رادیو-ټلویزیونه اذان نشرېږي

250

د نوي زیلنډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډن ویلي، د تېرې جومې د ورځې د برید د قربانیانو د یاد له پاره به سبا (جومه) له دولتي رادیو-ټلویزیونه اذان نشر شي.
د نوي زیلنډ هېرالډ رپوټ کې ویل شوي چې سبا به د قربانیانو له پاره دوه دقیقې چوپتیا هم وشي.
ارډن ویلي چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو یې د استرالیا دوه ځنډولې او وروسته به دغه هېواد ته لاړه شي.
د تېرې جومې د مانځه پر مهال د نوي زیلنډ په کرائسټ چرچ ښار کې په دوه جوماتونو برید وشو چې پنځوس مونځ کوونکي په کې ووژل شول.
ارډن دغه برید ترهګري وبلله.
برید ډېرو هېوادونو وغنده چې تر ټولو سخت غبرګون د ترکیې و.



اعلان