"امریکا له محب د بښنې غوښتنه کړې، خو محب رد کړې"

افغانستان

5862

سرچینو ویلي، امریکا تېره اوونۍ په شخصي ډول د افغانستان د ملي امنیت له سلاکاره د رسمي بښنې غوښتنه کړې وه، خو حمدالله محب یې دغه غوښتنه رد کړې وه.
امریکایي این بي سي رسنۍ د خپلو څو سرچینو په حواله لیکلي چې امریکا محب ته ویلي وو چې که بښنه و نه غواړي، نو رسمي امریکایي اړیکو به ور سره پرې شي، خو محب بښنه غوښتل رد کړي.
محب په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره د افغانستان په پلورلو تورنه کړې وه.
محب د افغان سولې له پاره د امریکا په ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم نېغې توندې نیوکې کړې وې.
سپینې ماڼۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او واشنګټن د افغانستان سفارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو سکرتر تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني ته ټیلیفون کړی و او ورته یې ویلي وو چې نور به محب ته په واشنګټن کې ښه راغلاست و نه ویل شي

 

د محب د استعفی په اړه خپاره شوي رپوټونه هم رد شوي.



اعلان