حکمتیار: په جوماتونو او دیني عالمانو برید د سیکولرانو کار دی

افغانستان

حکمتیار: په جوماتونو او دیني عالمانو برید د سیکولرانو کار دی

431

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ملکي وګړو وروستیو بمباریو ته سخت غبرګون ښودلی دی.
حکمتیار کابل کې یوې غونډې ته ویلي، باور لري چې په جوماتونو برید او د دیني عالمانو هدف ګرځول د سیکولرانو کار دی.
د هغه په وینا، هره شپه اورو چې امنیتي ځواکونه په خپلو عملیاتو کې ملکي وګړي هدف ګرځوي.
وروستیو کې په پکتیا، میدان وردګ، لغمان، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د ګډو ځواکونو په بریدونو کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي.
حکمتیار ویلي، حکومت دې د جګړې شعارونه بند کړي او سوله دې غوره کړي.
حکمتیار چې حکومت سره له هوکړې وروسته کابل ته راغلی، وړاندې یې هم په حکومت سختې نیوکې کړې دي.
حکمتیار حکومت له ده سره د ژمنو په پوره کولو کې ناکام بولي او وایي چې واک له بهرنیانو سره دی.



اعلان