امنیت شورا: د محب د استعفی په اړه خپاره شوي رپوټونه تشې اوازې دي

افغانستان

امنیت شورا: د محب د استعفی په اړه خپاره شوي رپوټونه تشې اوازې دي

276

د ملي امنیت شورا د دغې شورا د مشر د استعفی په تړه خپاره شوي رپوټونه بې بنسټه وبلل.
د دغې شورا ویاند عبدالکبیر واثق ازادي راډیو ته ویلي، د حمدالله محب د استعفی په اړه خپاره شوي رپوتونه فېسبوکي اوازې دي چې هېڅ صحت نه لري.
له پرونه داسې ویل کېدل چې ګنې محب استعفی کړې ده.
ویل کېدل چې ښایي د سولې شورا د دارلاانشا رییس محمد عمر داودزی به د ملي امنیت شورا نوی مشر وګومارل شي.
محب امریکا ته په خپل وروستي سفر کې د افغان سولې له پاره د امریکا په ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سختې نیوکې کړې وې.
امریکا ویلي چې امریکا به نور محب ته ښه راغلاست و نه وایي او امریکایي چارواکۍ به ور سره و نه ګوري.



اعلان