مصر؛ د نیل سیند کې د فرعونیانو د وخت لویه بېړۍ موندل شوې

پام وړ

مصر؛ د نیل سیند کې د فرعونیانو د وخت لویه بېړۍ موندل شوې

639

د مصر د نیل تاریخي سیند کې د یوې لویې بېړۍ پاتې شوني موندل شوي دي.
برتانوۍ ګارډین لیکلي چې یوناني تاریخ لیکوال هیروډټس په خپل کتاب کې د دغې بېړۍ یادونه کړې ده.
هیروډټس چې غربیان یې د تاریخ پلار بولي، د تاریخ په نوم کتاب یې په پنځمه مخزېږدي (قبل المیلاد) پېړۍ کې لیکلی دی.
دغه وتلی لیکوال چې مصر ته تللی و، نو د بارس په نوم دغه بېړۍ یې لیدلې وه او لیکلي یې دي چې خلک په کې له خپلو مالونو سره یو خوا بل خوا ځي.
رپوټ کې ویل شوي، اوس چې د دغې لویې بېړۍ اویا سلنه پاتې شوني موندل شوي، نو دا د هیروډټس ادعا سمه ثابتوي.



اعلان