څېړنه: مشروبات مو له وخته مخکې وژلی شي

پام وړ

څېړنه: مشروبات مو له وخته مخکې وژلی شي

211

یوې نوې څېړنه کې ویل شوي، هغه کسان چې د ورځې له یوه ډېر ګازي مشروب یا انرژي څښاک څښي، نو دغه عادت یې له وخته د مخکې مړینې لامل کېدای شي.
د جنرل سرکولیش په نوم مجله کې خپرې شوې مقاله کې ویل شوي چې دغه څېړنه په اتیا زره نارینه او اووه دېرش زره ښځو شوې ده.
له دغو خلکو د مشروباتو او انرژي څښاکو په اړه پوښتنې شوې. پایله کې مالومه شوې چې هغه خلکو چې کې په اوونۍ کې یې له دوو تر شپږو یاد څښاک څښل، نو له وخته د مخکې مرګ ګواښ په کې په میاشت کې د یو څښاک څښوونکي کسانو په پرتله شپږ سلنه زیات وو.
هغه کسانو چې هره ورځ یې یو یا دوه څښاک څښل، نو د دغه ګواښ سلنه یې څوارلس وه.
د څېړنې یوې غړې او د هارورډ پوهنتون ساینسپوهې وسانتی ملک ویلي چې خلک دې د دغو څښاکو کارول ژر پرېږدي.
نوموړې ویلي چې خلک دې د هغو پر ځای اوبه وکاروي، څو عمر یې ښه او اوږد شي.
وړاندې څېړنو کې ویل شوي چې دغه څښاک د شکر، د زړه ناروغیو او فلج لامل هم کېدای شي.



اعلان