د نوي زیلنډ پارلمان کې په لومړي ځل د قران شریف تلاوت شوی

راپورونه

د نوي زیلنډ پارلمان کې په لومړي ځل د قران شریف تلاوت شوی

951

د نوي زیلنډ په کرائسټ چرچ ښار کې له برید وروسته د نوي زیلنډ حکومت او خلکو یې له مسلمانانو سره ډېره خواخوږي څرګنده کړې.
د نوي زیلنډ لومړۍ وزیرې جیسنډ ارډن د مسلمانانو له استازو سره کتلي او د خواخوږۍ له پاره یې د مسلمانانو لباس هم یوه ورځ په تن کړی و.
رپوټونه وایي چې د دغه هېواد پارلمان کې د مسلمانانو سره سره د خواخوږۍ څرګندولو په پار د قران شریف د ځینو ایتونو تلاوت شوی دی.
لومړۍ وزیرې د خپلو خبرو پېل هم په السلام علیکم کړی. دا څویم ځل دی چې ارډن السلام علیکم وایي.
د پارلمان ټولو غړو وژل شویو مسلمانانو ته د درناوي په خاطر یوه دقیقه چوپتیا هم غوره کړې.
څلور ورځې وړاندې په دوه جوماتونو برید کې پنځوس تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
برید یو سپین پوستي نشنلېست کړی و چې اوس پولیسو سره دی.



اعلان