امریکا: محب ته به واشنګټن کې ښه راغلاست و نه ویل شي او امریکایي چارواکي به ور سره و نه ګوري

افغانستان

امریکا: محب ته به واشنګټن کې ښه راغلاست و نه ویل شي او امریکایي چارواکي به ور سره و نه ګوري

464

افغان سرچینو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سکرتر ډیویډ هېل ولسمشر محمد اشرف غني ته ټیلیفون کړی او ورته ویلي یې دي چې افغان ملي امنیت سلاکار ته به نور واشنګټن کې ښه راغلاست و نه ویل شي.
رویټرز د څلورو امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې ولسمشر غني ته وویل شول چې امریکایان به له حمدالله محب سره معامله و نه کړي.
سرچینو ویلي چې امریکایان به نه په کابل او نه په واشنګټن کې له محب سره معامله وکړي.
سرچینو ویلي، ښایي امریکا به دا له دندې د محب د ګوښه کولو هڅه وي.
محب څو ورځې وړاندې واشنګټن کې فاکس نیوز سره خبرو کې د افغان سولې له پاره د امریکا په ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سختې نیوکې کړې وې.
محب ویلي وو چې خلیلزاد ښایي (له طالبانو) سره په مذاکراتو نه پوهېږي.
هغه ویلي وو چې خلیلزاد د وایسرای کېدو هڅه کوي او افغان حکومت مشروعیت ته زیان رسوي.
محب د خپلو خبرو په تړاو د امریکا بهرنیو چارو وزارت احضار کړی هم و.



اعلان