ولسمشر: د کابل غېر مسوول وسله وال به درې میاشتو کې بې وسلې شي

افغانستان

ولسمشر: د کابل غېر مسوول وسله وال به درې میاشتو کې بې وسلې شي

439

ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو کې افغان سوداګرو ته ویلي، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې د کابل غېر مسوول وسله وال راتلونکو درې میاشتو کې بې وسلې کړي.
د ارګ اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر دا خبره کابل کې سوداګرو ته د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په موخه کړې ده.
ولسمشر غني اماراتو کې له افغان سوداګرو سره کتلي دي.
ولسمشر اماراتو ته د اماراتو د امیر په رسمي بلنه په دوه ورځیني سفر تللی و چې نن بېرته راستون شو.
افغانستان له اماراتو سره په بېلابېلو برخو کې شپږ تړونونه لاسلیک کړل.



اعلان