د نړۍ تر ټولو قیمتي عطر چې یو بوتل یې دیارلس لکه ډالر دی

پام وړ

د نړۍ تر ټولو قیمتي عطر چې یو بوتل یې دیارلس لکه ډالر دی

5550

د نړۍ تر ټولو قیمتي عطر، چې Shumukh نومېږي، دوبۍ ته رسېدلي دي.
شمک عربي لفظ دی چې مانا یې "تر ټولو زیات مستحق" دی.
د شمک عطرو په دغه بوتل کې الماس کارول شوي او عطر یې د ریموټ په واسطه شیندل کېږي.
دغه عطر د اصغر ادم علي شرکت دې سپېرټ او دوبۍ جوړ کړي دي.
دغه عطر دوبۍ کې نندارې ته وړاندې شوي او د روانې مارچ میاشتې تر ۳۰ به هلته ایښي وي.
هغه کسان چې یې اخیستل غواړي نو له (اډر ورکولو) وروسته باید له څلورو تر شپږو میاشتو پورې انتظار وکړي.
د دې عطرو یوه خوبي دا ده چې سړي او ښځې دواړه یې کارولی شي.
دغه عطرو کې ټول طبیعي بوټي شته. صندل، مشک، ترکی ګلاب، ویلنی او خالص هندي عود په کې کارول شوي.
د دغه عطرو خوږ بویي تر دولس ساعتونو پورې ځان ساتي.
بوتل کې نږدې ۳۵۰۰ د الماسو دانې کارول شوي دي. ملغلرلې، اتلس قیراطه سره زر او یوه اندازه خالص سپین زر هم په کې کارول شوي.



اعلان