حکمتيار: کابل ته زما راوستل د امريکاد سفارت کار و، نه د غني

افغانستان

حکمتيار: کابل ته زما راوستل د امريکاد سفارت کار و، نه د غني

2900

له شمشاد تلويزون سره په يوه ځانگړې مرکه کې ښاغلي گلبدين حکمتيار وويل چې له حزب اسلامي سره د سولې تړون امريکا او لويديځو هيوادونو کړى او دا د اشرف غني د ادارې تر سويې لوړ کار و.

حکمتيار وايي چې د سولې په اړه په ليکلې مسوده کې به د امريکاد سفارت له خوا بار بار تغير راوستل کيده، مادې به يې بدليدې رابدليدې او هرڅه د امريکا د سفارت په لارښونه او هدايت ترسره کيدل.
حکمتيار وويل ده د هند اوپاکستان په روان کړکيچ کې د پاکستان ملاتړ نه دى کړى، دا ورپورې دروغ ويل شوې.
د ده په وينا هند په سيمه کې موثر هېواد دى او د پاکستان او هند جگړه د افغانانو په گټه نه ده



اعلان