نیویارک ټایمز: بالا مرغاب کې طالبانو ۱۵۰ افغان سرتېري نیولي

افغانستان

نیویارک ټایمز: بالا مرغاب کې طالبانو ۱۵۰ افغان سرتېري نیولي

420

نیویارک ټایمز په یو مطلب کې لیکلي چې طالبانو د بادغیس په بالا مرغاب کې ۱۵۰ افغان سرتېري نیولي دي.
مطلب وایي، دغو کې سل هغه سرتېري دي چې ترکمنستان ته یې د تېښتې هڅه کوله.
پنځوسو نورو سرتېرو ځانونه طالبانو ته تسلیم کړي دي.
طالب ویاند په خپل ټوېټر د نیول شویو سرتېرو، چې زیاترو یې د سرحدي پولیسو جامې په تن دي، تصویرونه خپاره کړي دي.
طالبانو د شنبې په ورځ په بالا مرغاب کې په پوستو بریدونو پېل کړل چې افغان ځواکونه یې شا تګ ته اړ کړل.
یوه ځایي قومندان ویلي وو چې ولسوالۍ سقوط ته نږدې ده.



اعلان