څېړنه: اوونۍ کې له درېیو زیاتې هګۍ خوړل د زړه ناروغیو او له وخته د وړاندې مرګ لامل کېږي

روغتیا

څېړنه: اوونۍ کې له درېیو زیاتې هګۍ خوړل د زړه ناروغیو او له وخته د وړاندې مرګ لامل کېږي

3342

له ډېره وخته دا موضوع د بحث وړ ده چې ایا هګۍ روغتیا ته ګټه رسوي که زیان؟.
اوس یوې نوې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي چې اوونۍ کې له درېیو یا څلورو زیاتې هګۍ خوړل د زړه ناروغیو او له وخته د وړاندې مرګ ګواښ لوړوي.
د امریکا د شیکاګو ایالت د نارت ویسټرن پوهنتون څېړونکی وېکټور ژونګ وایي چې په ځانګړي ډول د هګۍ ژېړ دغه ګواښ رامنځته کوي ځکه چې دا د کولیسټرولو لویه سرچینه ده.
دغه څېړنه چې د JAMA په نوم طبي ژورنال کې خپره شوې، په کې ویل شوي چې یوه هګۍ نږدې ۱۸۶ ملي ګرامه کولیسټرول لري چې یوه اوونۍ کې له ۳۰۰ د زیاتو ملي ګرامو اخیستل خطرناک کېدای شي.
دغه څېړنه په نږدې دېرش زره کسانو شوې ده.



اعلان