استرالیایی مسلمان مخالف سیاستوال په سر په هګۍ ویشتل شوی

راپورونه

استرالیایی مسلمان مخالف سیاستوال په سر په هګۍ ویشتل شوی

521

د استرالیا له کوینزلنډ ایالته یو استرالیایی سناتور د مسلمان مخالفو څرګندونو له امله له سختو غندنو سره مخ دی.
سناتور فریزر انېنګ نوي زیلنډ کې په دوه جوماتونو له برید وروسته د برید لامل مسلمان کډوال ښودلي وو.
د انېنګ څرګندونو ته د استرالیا لومړي وزیر او عامو استرالیایانو هم غبرګون ښودلی او غندلي یې دي.
انېنګ نن هغه مهال چې یو خبري کنفرانس ته ولاړ وي، نو یو اوولس کلن شخص پرې د شا له لوري ورشي او په سر یې په هګۍ ووهي چې هګۍ یې په سر ماته شي.
سناتور به دغه شخص برید وکړي او ویې وهي چې دغه ځوان هم پرې برید وکړي، خو هلته ناست کسان ځوان ونیسي.
اوولس کلن ځوان اوس د پولیسو له لوري پرېښودل شوی دی.

د هګۍ د ګوزار ویډیو په ټولنیزو رسنیو ډېره لاس په لاس شوې.
نوي زیلنډ کې په دوه جوماتونو برید کې نهه څلوېښ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.



اعلان