طالبان: هر افغان دې د هېواد زرغونولو له پاره یو نیالګی کېنوي

افغانستان

طالبان: هر افغان دې د هېواد زرغونولو له پاره یو نیالګی کېنوي

925

طالبانو د تېر په څېر یو ځل بیا د پسرلي په رارسېدو له هېوادوالو د ونو-بوټو د نیالولو غوښتنه کړې.
د دوی له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، هر افغان دې د هېواد د زرغونولو له پاره لږ تر لږه یوه یا ډېر مېوه یا غېر مېوه ورکوونکې نیالګی کېنوي.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په ټوېتر خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د هېواد ښېرازه کول نه یوازې خپلې خاورې سره د مینې ثبوت دی، بلکې د الله تعالی د امر منل هم دي.
طالبانو چې تېر کې به یې هر کال د نویو پسرلنیو عملیاتو اعلان کاوه، تر اوسه یې د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
وړاندې یوې طالب سرچینې ویلي وو چې ښایي طالبان سږ د پسرلنیو عملیاتو اعلان و نه کړي.
ګومان کېږي چې دا به قطر کې له امریکا سره د روانو خبرو له امله وي.



اعلان