عمران خان: افغانستان کې به جګړه ختمه او یو ښه حکومت به جوړ شي

سيمه او نړۍ

عمران خان: افغانستان کې به جګړه ختمه او یو ښه حکومت به جوړ شي

502

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو او امریکا خبرو ته په اشاره ویلي چې افغان سوله نږدې ده.
خان د پښتونخوا باجوړ کې یوې لویې غونډې ته ویلي، که خدای کول، نو د دوی وروڼه (افغانان) به په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې ګډ سوله ییز ژوند ولري.
د خان په وینا، د سولې دغه پروسه به د سیمې، په ځانګړي ډول د افغانستان له پاره، د ثبات، سوداګرۍ او اقتصادي خوشالۍ ولري.
"افغانستان کې به یو ښه حکومت جوړ شي، داسې حکومت چې د ټولو افغانانو استازولي به کوي، جګړه به ختمه او سوله به راشي."
قطر کې د طالب-امریکا پنځم پړاو خبرې شوي او تمه کېږي چې څه موده وروسته به شپږم پړاو خبرې پېل شي.
دغو خبرو کې د ډېر پرمختګ تمه کېږي.



اعلان