طالبان: امریکا له داسې اتلانو سره مخ ده چې په خوب کې یې هم تصور نه و کړی

افغانستان

طالبان: امریکا له داسې اتلانو سره مخ ده چې په خوب کې یې هم تصور نه و کړی

2326

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېتر په یو بیان کې له دغه تصویر سره یو ځای لیکلي، امریکا د خپل تاریخ په اوږدو کې له دغه ډول څېرو سره مخ شوې نه وه.
مجاهد ویلي، هر چېرته چې د امریکا استازو څه ویلي وو، نو مقابل طرف یې سر ټیټ کړی او هو یې کړې.
مجاهد زیاته کړې، لومړی ځل دی چې امریکا له داسې سر لوړو او اتلو څېرو سره مخ کېږي چې په خوب کې یې تصور هم نه و کړی.
په قطر کې د طالب-امریکا پنځم پړاو خبرې څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدې چې دواړو لورو په کې د پرمختګ خبر ورکړ.
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد واشنګټن ته د مشورو له پاره تللی او تمه کېږی چې د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې به بیا قطر ته لاړ شي.
د خبرو راتلونکي شپږم پړاو کې په یوې هوکړې د لاسلیک تمه کېږي چې د امریکایانو وتل، د طالبانو له لوري د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه استعمال ضمانت، اور بند او د بین الافغاني خبرو پېل به په کې شامل وي.



اعلان