اردګان: غرب کې له اسلام کرکه د سرطان په څېر خپرېږي، بېړني ګامونه پورته کړئ

سيمه او نړۍ

اردګان: غرب کې له اسلام کرکه د سرطان په څېر خپرېږي، بېړني ګامونه پورته کړئ

958

نوي زیلنډ کې په دوه جوماتو هممهاله بریدونو کې نږدې پنخوس تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
برید کوونکی یو سپین پوستی استرالیایی و چې د ډزو ویډیو یې له خپل فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپره کړې.
دغه برید ته په نړیواله کچه غبرګون ښودلی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټوېټر دغه برید غندلی او له زیانمن شویو کورنیو سره د خواخوږۍ او نوي زیلنډ ته یې د هر ډول مرستې کولو ډاډ څرګند کړی.
ښایي تر ټولو سخت غبرګون به د ترکي چارواکو وي.
د ترکیې ولسمشر، د مذهبي چارو وزیر، د ولسمشر ویاند او ګڼو نورو دغه برید غندلی دی.
ولسمشر رجب طیب اردګان یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، اسلاموفوبیا (له اسلام او مسلمانانو کرکه) په لویدیځ کې د سرطان په څېر خپرېږي.
د اناضول خبري اژانس د رپوټ له مخې، اردګان له نړۍ، په ځانګړي ډول له لویدیځو هېوادونو، غوښتي چې د اسلاموفوبیا پر ضد بېړني ګامونه واخلي.
اردګان اسلامي نړۍ او د نوي زیلنډ ولس ته خپه خواخوږي وړاندې کړې.
د افغانستان، پاکستان، اندونیزیا، مالیزیا، اروپایي اتحادیې او جرمني په ګډون ډېرو هېوادونو دغه برید غندلی دی.



اعلان