نوی زیلنډ: یو جومات باندې برید کې تر دېرشو مونځ کوونکي وژل شوي

سيمه او نړۍ

نوی زیلنډ: یو جومات باندې برید کې تر دېرشو مونځ کوونکي وژل شوي

342

د نوي زیلنډ د کرایسټ چرچ ښار په النور جومات کې د یوه وسله وال کس د ډزو پایله کې شاوخوا دېرش مونځ کوونکي مړه شوي دي.
وسله وال کس چې اصلن استرالیایی دی او برینټن ټررنټ نومېږي، د ډزو او وژونکو ویډیو یې په خپل فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپروله.
پېښه ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه راز له دغه جومات ور اخوا یو بل جومات باندې هم برید شوی دی.
رپوټونه وایي چې پولیسو د یوې ښځې په ګډون څلور تنه نیولي دي.
د نوي زیلنډ لومړی وزیرې پېښه غندلې ده او یې د خپل هېواد د تورو ورځ څخه یوه بللې.
ټولنیزو شبکو کې هم دغه پېښه په پراخه کچه غندل شوې.



اعلان