اتمر: د محب خبرې د ملي ګټو ضد دي، حکومت دې سولې ته خنډونه نه جوړوي

افغانستان

اتمر: د محب خبرې د ملي ګټو ضد دي، حکومت دې سولې ته خنډونه نه جوړوي

290

د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني سلاکار او د سولې او اعتدال د ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د ملي امنیت د اوسني سلاکار حمدالله محب خبرو ته غبرګون ښودلی.
اتمر په خپل ټوېټر لیکلي چې د محب خبرې د ملي ګټو ضد دي.
اتمر ویلي چې افغان ولس سوله غواړي او افغان حکومت باید د سولې په لار کې د خنډونو جوړول بند کړي.
اتمر په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې تاریخي بللي چې په وینا د سولې له پاره یې تاریخي کړکۍ پرانېستې.
محب چې امریکا کې دی، د افغان سولې له پاره د امریکا په ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې سختې نیوکې کړي او هغه یې تورن کړی چې افغان حکومت یې روانو خبرو کې کونج ته کړی دی.
محب ویلي چې خلیلزاد د سرپرست حکومت جوړولو هڅه کوي چې خپله به یې وایسرای وي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت محب احضار کړی او خبرې یې ور رد کړي دي.



اعلان