د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان ملي امنیت سلاکار احضار کړی

افغانستان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان ملي امنیت سلاکار احضار کړی

634

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ملي امنیت سلاکار احضار کړی او د هغه څرګندونې یې رد کړې دي.
حمدالله محب د افغان سولې له پاره د امریکا په ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تور لګولی چې د افغانستان حکومت یې طالبانو سره خبرو کې کونج ته کړی دی.
محب ویلي چې خلیلزاد یا خو د مذاکراتو په چل نه پوهېږي او یا چې څه کوي، نو تر شا یې نور لاملونه دي.
محب په خلیلزاد تور لګولی چې بحران جوړوي.
محب سي بي ایس نیوز ته ویلي چې خلیلزاد یو سرپرست حکومت جوړول غواړي چې دی (خلیلزاد) به یې وایسرای وي.
وایسرای د انګرېز مستعمرو کې انګرېز مشر ته کارول کېده.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د محب خبرې ناسمې او ګټورې نه دي بللي.
رپوټ وایي چې محب پنجشنبه ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی وو او خبرې یې رد کړل شوي دي.
محب ته ویل شوي چې خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر استازی دی او په خلیلزاد برید د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت برید دی.
محب ابله ورځ په یو بله مرکه کې د طالبانو او امریکا د خبرو په اړه خبرداری ورکړی و.



اعلان