ملا برادر: افغان ولس، افغان مشران، ګاونډيان او نړۍ دې تشویش نه کوي

افغانستان

ملا برادر: افغان ولس، افغان مشران، ګاونډيان او نړۍ دې تشویش نه کوي

1621

طالبانو د دوی د سیاسي دفتر د مشر او د طالبانو د مشر مرستیال یوه غږیزه مرکه خپره کړې.
ملا عبدالغني برادر قطر کې د دوی او امریکایانو تر منځ خبرو ته خوشبیني څرګنده کړې. نوموړي ویلي مذاکرات ښه و او تمه ده چې راتلونکي به یو ښه پرمختګ ته لاره هواره شي.
هغه زیاته کړې، ملګري یې له خپل دریځه نه دي تېر شوي.
"په هر وخت کې شرعي نظام ته ژمن یو."
ملا برادر ویلي، تمه یې داده چې اسلامي نظام حاکم شي، خپلواکي ترلاسه، بهرنیان له افغانستانه ووځي او افغانان لکه وروڼو په څېر ژوند وکړي.
ملا برادر ویلي، هغه کسان چې د دوی له امارته بهر دي، که تفاهم ور سره وکړي او خیانت و نه کړي، نو وروڼه به یې وبولي.
"د تبعیض فکر له چا سره نه شته."
هغه ولس ته ویلي چې تشویش دې نه کوي.
نوموړي قطر کې په خپل مذاکرتي ټیم باور څرګند کړی، ځکه چې په وینا یې، تجربه هم لري او علما هم دي.
نوموړی ویلي چې افغان سیاسي مشران دې تشویش نه کوي هغوی ته درناوی لرو. د هغه په وینا، دوی او هغوی اوس تجربې ترلاسه کړي او دوی (طالبان) د مشرانو درناوی پېژني.
ملا برادر د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته ویلي چې راتلونکی نظام به د هېچا په ضرر نه وي.
"موږ د چا تر اغېز لاندې نه یو چې نور راڅخه تشویش وکړي."
ملا برادر ویلي که په اړیکو کې که یو هېواد یو ګام اخلي، نو دوی به دوه ګامه ور اخلي.
"موږ داسې ګام نه دی ترسره کړی چې کوم هېواد ته زیان رسېدلی وي."
هغه ویلي چې پخوانی، اوسنی او راتلونکی دریځ یږ دی او هغه دا چې خپله خاور به د چا پر ضد کارولو ته اجازه ور نه کړي.
نوموړي خپلو پلویانو ته ویلي چې سیاسي او نظامي بری یې ترلاسه کړی، نو باید غرور تکبر و نه کړي او په خپلو هېوادوالو رحم وکړي.
ملا برادر خپلو پلویانو ته ویلي، له خلکو سره داسې چلند وکړي لکه څنګه چې یې یو پلار له زوی سره کوي



اعلان