محب: د طالب-امریکا د سولې تړون به وژل شویو امریکایانو ته سپکاوی او شرم وي

افغانستان

محب: د طالب-امریکا د سولې تړون به وژل شویو امریکایانو ته سپکاوی او شرم وي

894

د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، که چېرې له ترهګرو (طالبانو) سره هوکړه (تړون) کېږي، نو دا به ۵۴۰۰ وژل شویو امریکایانو ته سپکاوی او بې احترامي وي.
محب چې امریکا کې دی له امریکایي فاکس نیوز سره یې خبرو کې زیاته کړې، او که چېرې هغوی (طالبانو) ته د افغانانو د ژوند کنټرول ورکړل شي، نو دا به د هغوی له پاره بری وي.
محب چې امریکا کې د افغانستان سفیر هم پاتې شوی وایي، دا به هغو یو میلیون امریکایانو ته هم سپکاوی وي چې افغانستان کې یې خدمت کړی دی.
دوه ورځې وړاندې په قطر کې د طالب-امریکا پنځم پړاو خبرې په مسودو له هوکړې سره پای ته ورسېدې، خو کوم تړون لاسلیک نه شو.
طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي او د امریکا لاسپوڅې اداره یې ګڼي.
د محب په وینا، طالبان په ټول افغانستان کې د بریدونو چمتووالی نیسي او دوی هم ورته په چمتووالي بوخت دي.
محب طالبان ترهګره ډله ګڼي او پوښتي تاسو څنګه په طالبانو باور کولای شئ؟.



اعلان