"تشویش مه کوئ، د ولسمشر د حکم پلي کولو کې به ځنډ نه کېږي"

افغانستان

1690

ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ د امنیې قومندان اکرم سامع له دندې ګوښه او پر ځای یې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان عبدالرقیب مبارز ګومارلی دی.
خو د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور یې نه مني. عطا نور بېګا ناوخته په یوه اعلامیه کې ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) په تازه توطیو تورن کړ او له خلکو یې وغوښتل چې نن (پنجشنبه) کورونو کې پاتې شي.
بل خوا، د کورنیو چارو تازه ګومارل شوي امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات بیا ویلي چې د ولسمشر حکم به پلی کېږي او ځنډ به په کې نه راځي.
سادات د عطا نور له بیان وروسته په ټوېتر ولیکل چې نوی امنیه قومندان مزار شریف ته رسېدلی او وضعیت بشپړ کنټرول دی.
سادات زیاته کړې، د مزار شریف ښاریان دې تشویش نه کوي او د ولسمشر هدایت به د هغه له حکم سره سم پلی کېږي.
حکومت وایي چې سامع یې د ناوړه امنیتي وضعیت له امله ګوښه کړی.



اعلان