پاکستانی وزیر: داسې قیمتي را روانه ده چې د خلکو چیغې به وباسي

سيمه او نړۍ

پاکستانی وزیر: داسې قیمتي را روانه ده چې د خلکو چیغې به وباسي

687

د پاکستان د خزانې وزیر خپل هېواد کې د سختې قیتمی (ګرانی) د راتلو خبرداری ورکړی دی.
د ایکسپریس نیوز د رپوټ له مخې، اسد عمر ویلي چې دا ګراني به د خلکو چیغې وباسي.
عمر ویلي چې اوس د پاکستان اقتصادي ثبات لیدل کېږي، خو ګراني ور سره زیاتېږي.
د عمر په وینا د نړیوال وجهي صندوق (ایی ایم ایف) سره یې اختلافات لږ شوي او د پور له پاره یې خبرې روانې دي. نوموړي زیاته کړې، ایی ایم ایف د نورو ګامونو د اوچتولو غوښتنه کړې وه چې اوچت شوي دي.
پاکستان وروستیو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی چې د دې له پاره یې له سعودي او اماراتو د مرستې غوښتنه کړې ده.



اعلان