ارزګان کې د امریکایانو بمبار پنځلس افغان سرتېرو ته مرګ-ژوبله اړولې

افغانستان

ارزګان کې د امریکایانو بمبار پنځلس افغان سرتېرو ته مرګ-ژوبله اړولې

157

رپوټونه وایي، د ارزګان مرکز ترینکوټ ته نږدې د امریکایانو په یو هوایي برید کې د اردو او پولیسو سرتېرو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
پژواک لیکلي چې پېښه بېګا شپه لس بجې شوې او پنځلس کسانو ته په کې زیان رسېدلی دی.
سرچینو ویلي چې پنځه سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
رپوټونه وایي چې برید د ترینکوټ ښار په پنځه کیلومترۍ کې شوی دی.
امریکایانو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې کوي.



اعلان