قیلوله د فشار کنټرول کې مرسته کوي

روغتیا

قیلوله د فشار کنټرول کې مرسته کوي

228

ډاکټران وایي، غرمه مهال د خوب کوونکو د وینې فشار ټیټ وي. دوی وایي، هغه کسان چې لوړ فشار لري، نو د غرمې خوب (قیلوله) دې ضرور وکړي.
پوهان وایي، غرمه مهال لږ خوب کول بدن ته انرژي ورکوي او د انسان مزاج (طبیعیت) هم ور سره ښه کېږي.
د امریکا د کارډیالوژۍ کالج ویلي چې د قیلوله کوونکو لوړ فشار کې کمی وي او له ډېرو ناروغيو څخه هم ژغورل کېږي.
یوناني ډاکټر مینولس کلایستریس یوې غونډې ته ویلي چې د ورځې د څو دقیقو خوب له امله ۳-۵ یونټو فشار راکمیږي او که له درملو خوړلو سربېره قیلوله وشي، نو دغه کچه ۵-۷ یونټو ته رسېږي.
دغه څېړنه په ۲۱۲ کسانو شوې ده.
پوهانو ویلي چې د ورځې له دېرشو تر شپېتو دقیقو پورې خوب کول ډېر ښه دي.
قیلوله نبوي سنت هم دی.



اعلان