غني: مسعود او مزاري پېژندنه باید په ملي بحثونو بدله کړو

افغانستان

غني: مسعود او مزاري پېژندنه باید په ملي بحثونو بدله کړو

298

نن په ارګ کې د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین څلور ویشتمه غونډه جوړه شوې وه.
غونډه کې د ولسمشر مرستیال سرور دانش، جراییه رییس عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او نورو لوړ پوړو کسانو ګډون کړی و.
ولسمشر محمد اشرف غني ګډونوالو ته وویل، مزاري ځلونه ټینګار کړی و چې جګړه د افغانستان د لانجې حللاره نه ده او هېڅ قوم او خوځښت نه شي کولای چې بل قوم یا خوځښت له منځه یوسي.
مزاري ته د ملي وحدت حکومت له لوري د ملي وحدت د شهید لقب هم ورکړل شوی دی.
ولسمشر وویل، د دې وخت دی چې د ملي او تاریخي شخصیتونو په اړه نوره څېړنه وشي او په بېلابېلو حلقو کې مزاري او مسعود پېژندنه په یو ملي بحث بدله کړو.
احمد شاه مسعود د شمال ټلوالې پخوانی مشر و چې د حامد کرزي حکومت ورته د ملي اتل لقب ورکړی.
ولسمشر زیاته کړه، د مزاري په افکارو کې یو عنصر تولنیز عدالت دی.
د ولسمشر په وینا، هدف یې د یو پیاوړي دولت جوړول دي.
ولسمشر وویل چې ستر ارمان یې افغانستان د نورو له احتیاجه را ایستل دي او د دې له پاره پرمختګ او انکشاف په کار دی.



اعلان