د امریکا ـ طالبانو په پنځمه ناسته کې د بحث مهم ټکي

نظر او تحليل

د امریکا ـ طالبانو په پنځمه ناسته کې د بحث مهم ټکي

388

د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د افغان سولې په تړاو د مخامخ خبرو اترو پنځم پړاو، دوې اوونۍ وړاندې (د ۱۳۹۷هـ ش کال د حوت په ۶مه) د دواړو لورو ترمنځ په دوحه کې پیل شو. که څه هم د خبرو په دې پړاو کې د حوت په ۹مه او ۱۰مه نېټه وقفه هم راغله؛ خو له دغې دوه‌ورځنۍ وقفې وروسته د حوت په ۱۱مه بېرته خبرې پیل شوې او لا هم روانې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د روان پړاو په اړه که څه هم ډېر جزئیات څرګند نه دي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو د روانو خبرو په اړه ویلي وو، چې په قطر کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته له ترهګرۍ سره د مبارزې د هوکړې پر څرنګوالي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې او اوربند باندې خبرې روانې دي. دغه‌راز په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم رسنیو ته ویلي، چې خبرې په مثبت لوري روانې دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو پنځمې ناستې تر پخوانیو هغو ډېر وخت ونیو او داسې ښکاري، چې د داوړو لورو ترمنځ په مختلفو موضوعاتو ژور بحثونه روان دي. دا چې په روانو بحثونو کې د اختلاف مهم ټکي کوم دي او په اړه یې د دواړو لورو دریځونه څه دي؟ دلته یې په اړه بحث شوی دی.

 

د بهرنیو ځواکونو حضور

طالبان له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د خپلې وسله‌والې مبارزې یوازینی لامل په افغانستان د بهرنیو ځواکونو حضور ګڼي او په روانو خبرو کې هم تر ټولو مهمه او د بحث محوري موضوع له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل بلل کېږي، چې په اړه یې لا هم وروستۍ پرېکړه ناڅرګنده ده او داسې ښکاري چې دواړه لوري هڅه کوي، پر یو بل خپل شرطونه ومني.

ټرمپ د امریکا کانګرس ته په خپله کلنۍ وینا کې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو په ایستلو ټینګار وکړ؛ خو بل پلو له افغانستانه د امریکايی سرتېرو له ایستلو سره د امریکا د سنا مخالفت، یا هم د امریکایي چارواکو له لوري دا څرګندونې، چې «که له افغانستانه ځواکونه باسو، نو پر استخباراتي چارو به تمرکز زیاتوو»، له افغانستانه د امریکایي عسکرو د اېستلو په اړه د امریکایي چارواکو ضد او نقیضو څرګندونو دا موضوع پېچلې کړې ده.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو په لړ کې طالبانو هم تل ټینګار کړی، چې غواړي له هر څه وړاندې له امریکا سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکو د نظامي حضور د پای ته رسولو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. په دې اړه که څه هم دقیق جزئیات نه دي ورکړل شوي؛ خو د رسنیو په حواله، د قطر په روانو خبرو کې یوه مهمه موضوع له افغانستان د امریکایي عسکرو د وتلو مهال‌وېش دی، چې دواړه لوري نه پرې جوړېږي. داسې ویل کېږي چې امریکا د وتلو لپاره له دریو تر پنځو کلونو پورې وخت غواړي؛ خو طالبان د یوه کال څخه په کمه موده کې د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

د دې ترڅنګ، دا چې امريکا نه غواړي خپل ټول ځواکونه په بشپړ ډول له افغانستانه وباسي او په دې تړاو هڅه کوي د استخباراتي چارو لپاره يې يو شمېر سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، له کبله يې د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع پېچلې شوې ده. طالبان هڅه کوي، بهرني ځواکونه په بشپړ ډول ووځي او امريکايي لوری هڅه کوي، د عراق په څېر دلته هم تر يوه نوم لاندې دلته خپل يو شمېر سرتېري وساتي.

 

له ترهګرۍ سره مبارزه

د سولې له هوکړې وروسته له “ترهګرۍ” سره مبارزه او دا چې په راتلونکي کې به د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، هغه موضوع ده، چې امریکا یې په روانو خبرو کې له طالبانو سره د سولې او په افغانستان کې د خپل نظامي حضور د پای ته رسولو په موخه د شرط په توګه وړاندې کوي.

په دې برخه کې طالبان اړ دي، چې امریکا او نړیوالو ته داسې قانع کوونکي ضمانتونه ورکړي، چې امریکا او نړیوال بیا د همدغو ضمانتونو په نظر کې نیولو سره خپل خلک قانع کړي او د خپلو عسکرو ایستل پیل کړي؛ خو پوښتنه دا ده چې طالبان به څنګه امریکا ته له “ترهګرۍ” سره د مبارزې ضمانت ورکوي، په داسې حال کې چې داعش له تېرو څلورو کلونو راهیسې د وخت په تېرېدو سره په افغانستان کې خپل فعالیت پراخوي او په سیمه کې مختلفې وسله‌والې ډلې فعالې دي. له بله پلوه، د دواړو لورو ترمنځ د “ترهګرۍ” د تعريف په اړه شته اختلاف دا خبرې پېچلې کړې دي.

 

اوربند

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په روان بهیر کې د بحث بله مهمه موضوع د اوربند ده. که څه هم طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا رد کړې، چې ګواکې د قطر په روانو خبرو کې د اوربند او افغان حکومت سره د خبرو په اړه یې له امریکایي لوري سره بحثونه کړي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له طالبانو سره په روانو خبرو کې اروبند او له افغان حکومت سره خبرې هم د بحث موضوعات دي.

انگېرنې دا دي چې طالبان نه غواړي له امریکا سره د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه تر یوه نهایي توافق وړاندې اوربند وکړي. ځکه طالبانو تېر کال د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځې اوربند وکړ؛ خو په دغه اوربند کې ښارونو ته د دوی د جنګیالیو راتګ او له خلکو او دولتي چارواکو او نظامیانو سره د دوی وخت تېرول، د دې لامل شول چې په ځینو طالب جنګیالیو کې د جګړې روحیه را کمه شي.

پر دې ټولو سربېره که چېرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د اوربند په اړه خبرې کېږي، نو دا چې اروبند به کله کېږي؟ آیا د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به اوربند اعلانېږي او که د وتلو په جریان کې به اعلانېږي؟  اوربند به یوازې له بهرنیو ځواکونو سره وي او که له افغان امنیتي ځواکونو سره هم وي؟ اوربند به د څومره وخت لپاره وي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د اوربند په اړه مطرح کېږي او توافق ته رسېدل یې زیات وخت او بحث ته اړتیا لري.

 

بين‌الافغاني خبرې اترې

له افغان حکومت سره د طالبانو خبرې اترې، هم امریکا او هم نړیوالو ته یو مهم اړخ دی. په اوس مهال کې افغان حکومت او طالبان د یو بل خلاف دریځونه لري. طالبان نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي او افغان حکومت له خپل حاکمیت پرته د سولې هېڅ‌راز خبرې نه مني. په داسې یوه وضعیت کې که چېرې افغان حکومت منزوي کېږي او له طالبانو سره د افغان حکومت په نه موجودیت کې د سولې کوم توافق لاسلیک کېږي، دغه هوکړه به په لويه کچه وننګوي.

طالبان د اساسي قانون د تعدیل او په ټولیز ډول د نظام په جوړښت کې د اصلاحاتو خبرې کوي؛ خو بل پلو ته افغان حکومت نه غواړي چې د طالب په راتګ سره دې د افغانستان نظام طالب محوره وي. دا هغه ټکي دي چې د حل‌لارې موندل به یې زیات بحثونه او وخت وغواړي؛ خو د دې بُن‌بست لپاره غوره داده چې د سولې یو ټول شموله او ملي بورډ جوړ شي او يوازې د حکومت پر ځای له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

له بلې خوا د افغانستان جګړه یوازې دوه اړخه (امریکا او طالبان) نه لري، بلکې یو دریم او مهم اړخ يې د افغانستان ملت دی، چې د دغه بهير په تړاو يې ځينې مخالف دريځونه هم تقويه کړي دي. که د ملت په استازیتوب یو شمیر اغېزناک شخصیتونه په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي او طالبان ورسره په خبرو کې هغه اندېښنې رفع کړي، چې له ډېرو خلکو سره شته دي. دا هغه څه دي چې ښايي د يوه موحد افغاني دریځ په راڅرګندېدلو کې مرسته وکړي. ځکه نو طالبان باید هڅه وکړي چې د افغانستان د استقلالیت داعیه د ټول ملت داعيه کړي او په دې توګه په امریکا فشار واردول ممکن شي.

په ورته وخت کې ملت بیا داسې يوې تجربې ته، چې مخکې یې ناکامي ثابته شوې، له بیا ورګرځېدو اندېښنه لري او هغه یو طرفه او له یوې ډلې جوړ شوی نظام او حکومت دی. همدا راز ډېر خلک له هغه اقتصادي وضعیت څخه هم اندېښمن دي، چې په هغو وختونو کې په افغانستان باندې حاکم و. دا اندېښنې هغه وخت رفع کېدلی شي، چې ملت په ډاډ سره د دې ضمانت ترلاسه کړي چی د طالبانو په شمول هېڅ یوه ډله هم د هغه حالت د تکرار اراده نه لري او څوک په زور او د ټوپک په مرسته واک ته د رسېدو او په واک کې د پاتې کېدو اراده نه لري.

 

د روانو خبرو اترو راتلونکی

په نړیواله کچه د سولې ترسره شوو تړونونو ته په کتلو سره داسې ښکاري، چې د سولې خبرې اترې په ټولیز ډول ډېر وخت او زغم غواړي. د بېلګې په توګه په کولمبیا کې د حکومت او فارک ډلې ترمنځ د خبرو اترو بهیر د ۲۰۱۲م کال په سپټمبر میاشت کې پیل شو؛ خو څلور کاله یې وخت ونیو او د سولې تړون د ۲۰۱۶م کال په اګست کې لاسلیک شو. دغه‌راز په افغانستان کې دننه د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې اترې ان په ۲۰۱۰م کال کې پیل شوې وې؛ خو تړون یې د ملي یووالي حکومت پر مهال په ۲۰۱۷م کال کې وشو، په داسې حال کې چې حزب اسلامي د طالبانو په پرتله د سولې په تړاو خورا نرم دريځ درلود.

د سولې په تړاو د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو اترو له پیله یوازې څه باندې پنځه میاشتې تېرېږي، د سولې په تړاو په نړۍ کې د شوو تړونونو او په افغانستان کې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې که روانې جګړې ته وکتل شي، نو سخته ده چې په دومره لږ موده کې دې د یوې پېچلې جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې توافق وشي.

له بله اړخه په روانو خبرو کې طالبانو د انتظار سیاست خپل کړی او انګېرنې دا دي چې طالبان په اوس مهال کې داسې یوه حالت کې دي، چې د ځان لپاره په انتظار کې تاوان نه ویني، بلکې په بېړه کې تاوان ویني. طالبان پوهېږي چې امریکا له افغانستانه د وتلو نیت لري او  ښایي ټرمپ هم د خپل هېواد له ټاکنو وړاندې د خپلې بریا په خاطر د افغانستان په اړه خپل تصمیم ونیسي؛ ځکه نو طالبان ډاډه دي چې امریکا د وتلو تصمیم نیسي، نو ځکه د خبرو اترو په ځنډولو کې ډېره ګټه د ځان ګڼي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په ځنډ کې یو بل لامل دا هم کېدای شي، چې دواړه لوري د خپل ځان لپاره د ډېرو ګټو خوندي کولو لپاره بحثونه کوي. له دې ټولو سره بیا هم بحثونه دومره پیچلي دي چې هر څنګه وي وخت ته اړتیا لري او دا به ناسمه وي چې ووایو د افغان سولې په اړه به دواړه لوري د ټولو موضوعاتو په اړه په لنډه موده کې یوه توافق ته ورسېږي.

پای



اعلان