ارګ: هیله لرو چې نږدې راتلونکي کې به اور بند ته زمینه برابره شي

افغانستان

ارګ: هیله لرو چې نږدې راتلونکي کې به اور بند ته زمینه برابره شي

227

پرون د کابل پر وخت ماخوستن قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ اوږدې شپاړس ورځینی خبرې پای ته ورسېدې.
دواړو لورو خبرو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل، خو ګډې اعلامیې او یا هم یوې بشپړې او هر اړخیزې پرېکړې ته سره و نه رسېدل.
افغان حکومت د خبرو له پای وروسته ویلي چې د افغان سولې په اړه د امریکا له هڅو مننه کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند هارون چخانسوري ویلي، هیله لري چې نږدې راتلونکي کې به حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو او اور بند زمینه برابره شي.
د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره شپږم پړاو خبرې به څو ورځې وروسته پېل شي.
خلیلزاد ویلي چې واشنګټن ته د سلا مشورو له پاره ځي.
دواړ لوري د امریکا او ملګرو پر ضد یې د افغان خاورې پر نه کارولو او له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو پر وتلو سلا شوي دي.
ویل کېږي چې د بهرنیو پوځیانو مهالوېش باندې به راتلونکي پړاو کې خبره کېږي او ښایي وروستۍ پرېکړې ته سره ورسېږي.



اعلان