د اتلس کلنې جگړې د دريدو په موخه ١٦ورځنۍ خبرې څنگه او ولي پاى ته ورسيدې

راپورونه

د اتلس کلنې جگړې د دريدو په موخه ١٦ورځنۍ خبرې څنگه او ولي پاى ته ورسيدې

635

پرون ناوخته د دواړو لورو نه اعلان وشو چې د طالب- امريکا پنځم اوترټولو مهم پړاو خبرې د اوس لپاره پاى ته ورسيدې او په عمومي توگه په دوو خبرو هوکړه شوې، چې يويې د باندنيو ځواکونو وتل اوبل يې د امريکا او نړۍ پرضد د افغانستان د خاورې نه کارول دي.


داچې ايا دا١٦ورځنۍ ناسته رښتياهم په همدې راڅرخيده اوکه له دې نه وړاندې هم بحثونه تللي، ښايي په دې اړه په راتلونکې کې نور وضاحتونه وشي، خو د جريان د پټوالې له امله له رسنيو سره ډيرڅه په لاس کې نشته .

بل پلو د خبرو د جريان پټوالي له افغان حکومت، سميزو او نړيوالو لوريو سره انديښنې هم پيداکړې وي.
پرون د دې خبرو له پاى ته رسيدو لږ وړاندي د روسيې د بهرنيو چاروں وزارت د دې خبرو پر پټوالې انديښنه څرگنده کړه.
همداراز په پاکستان کې هم د شننونکو ترمنځ په خبروکې د پاکستان د پيکه رول په اړه انديښنې زياتې شوي دي.
نامتو پاکستاني ژورنالست سليم صافي د پاکستان په جنگ ورځپانه کې په يوه ځانگړې ليکنه کې ليکلي چې د پاکستان هغه هڅه ناکامه شوه چې غوښتل يې طالبان په اسلام اباد کې له امريکا اويا افغان حکومت سره کينوي، بلکې د ده په وينا طالبان نور نه غواړي چې د سيمې د هيوادونو ځانگړي فرمايشونه ومني.

داچې د دې خبرو دوام به څه ډول له ځيني جدي خنډونو سره سره بريالى پرمخ لاړ شي، په اړه يې لاهم شکونه ډير دي.
زلمي خليلزاد د يوه باتجربه ديپلومات په توگه نه غواړي چې يوکمزورى جريان هم کمزورى معرفي شي، ځکه خو تل د بريا وړاندوينه کوي او هره ناسته زياته بريالۍ تعبيروي.

له دواړو لوريو نه گونگې، لنډې او محتاطې څرگبدونې ښيي چې د خبرو جريان پاى ته نه ده رسيدلى اونه هم کوم مشخص پرمختگ شوى اونه څه نهايي شوي، بلکې دا يو توقف دى چې ښايي په لږ وروسته کې بيا پيل شي.
خو داچې کله به پيل شي،طالب وياند يې نيټه نامعلومه بللې او زلمي خليلزاد بيا د همدي مارچ مياشتې پاى د بياخبرو نيټه اعلان کړې.

په ټوله کې د شننونکو عامه ذهنيت داده چې د لوړ پوړو امريکايي او طالب چارواکو ترمنځ په اونيو پرلپسې ناستې ساده اوعادي خبره نه ده. يو داسې پرمختگ حتمي شتون لري چې دواړه لوري يوبل ته نږدې کړي او په دې ناستو کې له يوبل سره باور او اړيکه هم زياتيداى شي، چې دا په لويه کې سياسي فضا ډيره سمولاى شي



اعلان