طالبان ولسمشر غني ته: پاکستان سره نه تړلتیا لرو او نه ورسره د دښمني تر کچې تشنج غواړو

افغانستان

طالبان ولسمشر غني ته: پاکستان سره نه تړلتیا لرو او نه ورسره د دښمني تر کچې تشنج غواړو

1170

طالبانو په یو بیان کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغې تکراري خبرې ته ځواب ویلی چې طالبان دې له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.
ولسمشر وروستی ځل ارګ کې دغه څرګندونې کړې وې.
خو طالبانو په یو بیان کې، چې د دوی پورې تړلې یوې وېبپاڼې باندې خپور شوی او د دوی رسمي دریځ بیانوي، ویلي چې طالبانو تل په نړیواله او سیمه ییزه کچه د خپلو سیاسي اړیکو په اړه قانع کوونکي وضاحتونه ورکړي دي.
دغه بیان وایي چې طالبان له هېڅ اړخ سره تړلتیا (وابستګي) نه لري، خو دا حق لري چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مشروع ډېپلوماتیکې اړیکې ولري او خپل پېغام ور ورسوي.
بیان وایي، پاکستان د افغانستان ګاونډی دی او ټولو پخوانیو افغان حکومتونو ور سره اړیکې پاللي دي.
بیان زیاته کړې، طالبان له پاکستان سره نه وابستګي لري او نه ور سره په اړیکو کې د دښمنۍ تر کچې تشنج غواړي، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو په څېر ور سره د متقابل احترام په چوکاټ کې د سیاسي اړیکو پالل خپل حق ګڼي.
د طالبانو بیان زیاته کړې، که خبره د اړیکو د وضاحت وي، نو اشرف غني باید وضاحت ورکړي، ځکه د دوی په وینا، غني د ژوند ډېره برخه له افغانستانه بهر تېره کړې او شخصیت یې له امریکا اغېزمن دی.



اعلان