غزني کې هوایي برید کې دیارلس ملکیان وژل شوي

افغانستان

غزني کې هوایي برید کې دیارلس ملکیان وژل شوي

225

رپوټونه وایي، غزني کې د چورلکو برید کې دیارلس ملکي وګړي وژل شوي دي.
سپوږمۍ رادیو د ځایي خلکو له خولې لیکلي چې دغه کسان په یو ټونس موټر کې سپاره او له اخوند خېلو کلي غزني ته روان وو.
کلیوالو ویلي چې دوی غریبکار و او غزني ښار ته په کار پسې روان وو.
ویل کېږي چې برید نن سهار شوی دی.
تېره اوونۍ کې دا څویم ځل دی چې هوایي بریدونو کې ملکي وګړي وژل کېږي.
څو ورځې وړاندې په میدان وردګو او ننګرهار کې هم په بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي وو.
په میدان وردګو او لغمان کې په دې اړه مظاهرې هم شوي دي.



اعلان