د اېپل غوږۍ د سرطان ګواښ رامنځته کوي

پام وړ

د اېپل غوږۍ د سرطان ګواښ رامنځته کوي

193

یو رپوټ کې ویل شوي چې د اېپل شرکت AirPods غوږۍ د سرطان ناروغۍ د ګواښ لامل کېدای شي.
ډیلي مېل لیکلي چې له څلوېښتو د زیاتو هېوادونو ۲۵۰ تنه ساینسپوهانو په یو لیک کې نړیوال روغتیایي سازمان WHO او ملګرو ملتو ته دغه ګواښ څرګند کړی دی.
د اېپل دغه بې تاره wireless غوږۍ د غوږ کانال ته نږدې وي.
په ۲۰۱۸ کې د اېپل دغه ایر پوډز ۲۸ میلیونه جوړې پلورل شوې وې. له دې وړاندې کال کې ۱۶ میلیونه جوړې پلورل شوې وې او تمه کېږي چې دغه پلور به سږ زیات وي.
رپوټ کې ویل شوي چې غوږونو او مغزو ته د ایر پوډز نږدېوالی ښایي د سرطان لامل شي.



اعلان