شنونکي: بلک واټر افغان جګړې ته د پېسو ګټلو د فرصت په نظر ګوري

راپورونه

شنونکي: بلک واټر افغان جګړې ته د پېسو ګټلو د فرصت په نظر ګوري

324

د بلک واټر امنیتي کمپنی د افغان جګړې د پای ته رسولو او د ناټو پوځیانو د ایستلو له پاره یوه طرحه وړاندې کړې.
د طرحې له مخې، د دغې کمپنی مشر ایریک پرنس غواړي چې د ناټو د ۱۴ زره پوځیانو پر ځای ۶۰۰۰ پوځیان، چې زیاتره یې قراردادیان دي، افغانستان ته واستوي.
د طرحې پر بنسټ، دوی به افغانستان کې هوایي عملیاتو او د افغان پوځ ملاتړ ته ډېره توجه کوي.
خو شنونکي وایي چې بلک واټر د افغان سولې او جګړې ګټلو کیسه کې نه ده او دغې جګړې ته د پېسو ګټلو د یو فرصت په توګه ګوري.
ترهګرۍ ضد امریکایي شنونکې جینفر بریډن ار ټي ته زیاته کړې، هره یوه لویه امنیتي کمپنی غواړي چې د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته دغه تشه ډکه کړي.
بلک واټر چې قراردادي جنګیالي لري، وړاندې یې عراق کې عملیاتو کې ملکي وګړي وژلي او له بشري حقونو په سرغړونې تورن دي.
افغان حکومت او عامو افغانانو بلک واټر ته د افغان جګړې د ور سپارلو مخالفت څرګند کړی دی.
ایریک پرنس څو ورځې وړاندې الجزیرې ته ویلي وو چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اوسني افغان ولسمشر د بیا بریا په اړه شک لري.



اعلان