د افغانستان او هند تر منځ درېیم هوایي دهلېز پرانېستل شو

افغانستان

د افغانستان او هند تر منځ درېیم هوایي دهلېز پرانېستل شو

144

د هرات-ډیلي تر منځ د افغانستان او هند تر منځ یو بل هوایي دهلېز پرون پرانېستل شو.
د دغه دهلېز پرانېسته کې د هرات والي، مرستیال او هرات کې د هند کونسل برخه اخیستې وه.
دا له کابل او کندهار وروسته درېیم دهلېز دی چې افغانستان او هند تر منځ پرانېستل کېږي.
پرون له هراته ۲۰۰ کیلو زعفران او ۱۶۰۰ کیلو پسته هند ته ولېږل شوه.
پاکستان چې د افغانستان او هند تر منځ ځمکنی سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي، هوایي دهلېزونو پرانېستل یو ښه لاره ثابته شوې.
وړاندې د کندهار انار هم هند ته استول شوي وو.
په ۲۰۱۸ کې افغانستان د ۷۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي هند ته صادر کړي وو چې دا له افغانستانه بل هېواد ته زیات صادرات وو.



اعلان