دفاع وزیر د طالبانو ضد جګړه جهاد وباله

افغانستان

دفاع وزیر د طالبانو ضد جګړه جهاد وباله

638

د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن یوې غونډې ته ویلي چې اوسني وخت کې د سختدریځو ضد جګړه جهاد دی.
خالد د قسیم فهیم له نظامي پوهنتونه فارغ شویو محصلینو ته وویل چې طالبان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږي، نو ځکه جګړې ته اړتیا ده.
خالد چې سخت پاکستان او طالب ضد بلل شخص بلل کېږي، غونډې ته یې ویلي چې نه غواړي کابل ته د اسلام اباد له دریڅې وکتل شي.
خالد ویلي، پاکستان غواړي چې افغانستان یې نوکري وکړي، خو افغانستان به یې نوکري و نه کړي.
خالد وړاندې د ملي امنیت د رییس په توګه هم دنده تر سره کړې چې ټپي شوی و او اوس د ولسمشر اشرف غني له لوري د دفاع سرپرست ګومارل شوی دی.



اعلان