طالبان: ملا عمر د یوې ورځې له پاره هم پاکستان ته نه دی تللی

افغانستان

طالبان: ملا عمر د یوې ورځې له پاره هم پاکستان ته نه دی تللی

326

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی د اسلامي امارت مشر ملا محمد عمر ټول وخت په افغانستان کې اوسېدلی دی.
مجاهد په ټوېټر لیکلي، ملا عمر د یوې ورځې له پاره هم پاکستان یا بل هېواد ته نه دی تللی.
مجاهد د یوې هالېنډۍ لیکوالې خپور شوی رپوټ سم او دقیق بللی دی.
دغه رپوټ چې پرون په امریکایي وال سټریټ ژورنال رسنۍ کې خپور شو، په کې ویل شوي چې طالب مشر د افغانستان سویل کې امریکایي پوځي اډې ته نږدې په یو پټ ځای کې اوسېده.
رپوټ کې ویل شوي وو چې د ملا عمر په اړه د امریکا د استخباراتو مالومات ناسم و.
نن د افغان حکومت یو ویاند هارون چخانسوري وویل چې دا رپوټ سم نه دی او پاکستان کې د ملا عمر د اوسېدو په اړه کافي شواهد لري.
خو مجاهد ویلي چې دا د حکومت پروپاګند او بې اساسه څرګندونې دي.
مجاهد ویلي چې حکومت د خپلې ادعا د ثابتولو له پاره هېڅ دلیل نه لري.
ویل کېږي چې ملا عمر په ۲۰۱۳ کې په زابل کې ومړ او هملته خاورو ته سپارل شوی.



اعلان