حکمتیار: دیني او نظامي زده کړې مې نه دي کړي، هر څه مې د مبارزې جریان کې زده کړي

راپورونه

حکمتیار: دیني او نظامي زده کړې مې نه دي کړي، هر څه مې د مبارزې جریان کې زده کړي

931

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ روانو خبرو ته خوشبیني ښودلې ده.
حکمتیار له طلوع نیوز سره خبرو کې چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري.
قطر کې د طالبانو او امریکایانو پنځم پړاو خبرې روانې دي، خو د خبرو د جریان ډېر جزیات نه څرګندېږي.
حکمتیار چې د ژوند یوه زیاته برخه یې په جګړو او له پلازمېنې لرې تېره کړې، په ۱۳۹۵ کې حکومت سره له یوې هوکړې وروسته کابل ته راغی او سیاسي فعالیت یې پېل کړ.
حکمتیار ویلي چې تېر اتلس کلونه زیات وخت په کونړ کې اوسېدلی او له افغانستانه وتلی نه دی.
حکمتیار وایي، که نر او ښځه چې د یو ډول استعداد لرونکي وي او ولسمشرۍ څوکۍ ته ودرېږي، نو نر ته به رایه ورکړي، ځکه په وینا چې نر له ښځې وړتیا او استعداد لري.
حکمتیار چې ۱۲۱ کتابونه یې لیکلي وایي چې نظامي او دیني زده کړې یې نه دي ترلاسه کړي، بلکې هر څه یې د مبارزې په اوږدو کې زده کړي.
حکمتیار چې د کابل په جګړو کې یو اړخ و، ځینې کسان یې د کابل قصاب بولي، خو دی وایي، څوک چې خپله قصابان دي، نور قصابان بولي.



اعلان