په تبر د خپل مېړه وژونکې ښځه نیول شوې

افغانستان

په تبر د خپل مېړه وژونکې ښځه نیول شوې

1090

د کابل پولیس وایي، هغه ښځه یې نیولې چې په تبر یې خپل مېړه وژلی و.
نازی ګل د کابل ښار د ملا تره خېل ډاګ سیمه کې خپل کور کې خپل مېړه وژلی و.
د کابل پولیسو اعلامیه وایي چې نازی ګل یې د ښار دولسمې ناحیه کې نیولې ده.
نازی ګل د شمس الدین په نوم خپل مېړه وژلی او بیا تښتېدلې وه چې پرون پولیسو ونیوله.



اعلان