د پاکستان پخوانی لومړی وزیر به سر له نن څخه زندان کې بایسکل چلوي

افغانستان

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر به سر له نن څخه زندان کې بایسکل چلوي

640

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف چې د فساد یوه قضیه کې د لاهور په کوټ لکپت زندان کې دی، روغتیایي وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي.
ویل کېږي چې هغه ته د زړه ناروغي هم پېدا شوې ده.
دوه مشران ډاکټران چې روغتون ته د شریف کتنې ته ورغلي وو، شریف ته یې د ورزشي بایسکل د چلولو سپارښتنه کړې.
د ای ار وای رپوټ وایي چې د پنجاب اعلی وزیر، شریف ته د دغه بایسکل د ور لېږلو امر کړی او نن به ور ورسېږي.
رپوټ وایي چې په زندان کې د ډېرې ناستې له امله د شریف پښو ته زیان رسېدلی دی.
د شریف پلویان د شریف په دغه وضعیت حکومت تورنوي او یو شمېر یې وایي چې که زندان کې شریف ته هر ډول زیان ورسېده، نو مسوول به یې حکومت وي.



اعلان