رپوت: ملا عمر تر اخره د افغانستان جنوب کې اوسېده

راپورونه

رپوت: ملا عمر تر اخره د افغانستان جنوب کې اوسېده

1357

امریکایي رسنۍ وال سټریت ژورنال د طالبانو د پخواني مشر په اړه د the last days of taliban head mullah omar تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.
مطلب وایي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر تر مرګه پورې د افغانستان سویل کې په یو پټنځای کې اوسېده.
مطلب کې ویل شوي چې ملا عمر امریکایي اډې ته نږدې اوسېده.
رسنۍ لیکلي چې د امریکا استخباراتي اداره (سي ای ای) او نور د طالبانو د پټځي په اړه سم نه پوهېدل.
رپوټ وایي چې ملا عمر له خپل ساتونکي جبار عمري سره اوسېده او له خلکو سره یې هم لږ لیدل.
مطلب کې زیاته شوې چې ملا عمر به وخت نا خت د کوټې شورا ته هم پېغامونه استول.
د ملا عمر په اړه د هغه له نږدې ملګرو سره مرکې شوې دي.
امریکا او افغان حکومت تل ویلي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، خو طالبانو تل د دوی ادعاوې رد کړي.
طالبان ادعا کوي چې د دوی مشر په زابل وفات او هملته خښ شوی دی.
یو افغان شنونکي برهان عثمان هم ویلي چې ملا عمر زابل کې و.
امریکایي چارواکو د دغه رپوټ په اړه له څه ویلو ډډه کړې.
مطلب وایي چې ملا عمر په پاکستان شکمن و ځکه چې پاکستان زیاتره طالب مشر نظر بند کړي وو.



اعلان