هند په پاکستان خپلې اوبه ودرولې

سيمه او نړۍ

هند په پاکستان خپلې اوبه ودرولې

806

یو هندي وزیر ویلي چې د درېو ختیځو سیندونو بهېدونکي اوبه یې په پاکستان ودرولي دي.
هندي ټایمز ناو رسنۍ لیکلي، د اوبو وزیر ارجن میګوال ویلي چې ۰.۵۳ میلیونه هکتاره فوټه اوبه یې په پاکستان ودرولي او ذخیره کېږي.
وزیر خبریالانو ته ویلي، هر وخت چې راجستان او (هندی) پنجاب اوبو ته اړتیا پېداکړي، نو له دغو اوبو به ګټنه کېږي.
دا په هندي کشمیر کې په هندي پوځیانو د فبرورۍ د ۱۴ د جېش محمد وسله والې ډلې برید ته د هند یو بل غبرګون دی.
کومې اوبه چې اوس بندې شوي، دا پاکستان ته په بهېدونکو اوبو کې د هند خپله برخه ده.
چارواکو ویلي چې د اوبو بندول د انډس له تړونه سرغړونه نه ده.



اعلان