ایتوپیا: الوتکې غورځېدو پېښه کې اووه برتانویان او اتلس کاناډایان وژل شوي

سيمه او نړۍ

ایتوپیا: الوتکې غورځېدو پېښه کې اووه برتانویان او اتلس کاناډایان وژل شوي

194

څو ساعته وړاندې د افریقایي هېواد ایتوپیا (حبشې) له پلازمېنې ادیس بابا څخه الوت شوې الوتکه وغورځېده.
د ایتوپین ایر لاین الوتکه د کینیا پلازمېنې نیروبي ته په لاره وه چې له الوت یوازې شپږ دقیقې وروسته یې له مرکز سره اړیکه پرې شوه او له هوایي ډګر نږدې ۶۶ کیلومتره لرې وغورځېده.
الوتکه کې د اته تنه عملې په ګډون ۱۵۷ کسان سپاره وو.
ګلوبل ټایمز لیکلي چې د بوینګ دغه ۷۴۷ ډوله الوتکې د ۳۳ هېوادونو اتباع سپاره وو.
د الوتکې ټوله سپرلۍ وژل شوې. وژل شویو کې تر اوسه د اووه برتانویانو او ۱۸ کاناډایانو شتون تایید شوی دی.
د چین، هند، امریکا، مصر او نورو هېوادونو تبعه په کې وژل شوي دي.
د ایتوپیا لومړي وزیر په پېښه خواشیني ښودلې ده.



اعلان