دوه ماشومان د والدینو د روزنې له امله ځنګل کې ژوندي پاتې شوي

پام وړ

دوه ماشومان د والدینو د روزنې له امله ځنګل کې ژوندي پاتې شوي

488

د امریکا کالیفورنیا ایالت کې دوه ماشومانې د خپل مور و پلار د ورکړل شوې روزنې (ټرېننګ) له امله ژوندۍ پاتې شوي دي.
پنځه کلنه کیرولین او اته کلنه لییا کیریکو د شمالي کالیفورنیا په ځنګل کې څلور څلوېښت ساعته له مور و پلار ورک وو.
د دوی بچ پاتې کېدل یوه معجزه ده.
دوی دواړو ویلي چې د ژوندي پاتې کېدو له پاره یې په یو بل تکیه کوله او باوري وو چې پلار به یې مومي.
د دوی کور ته څېرمه دغه ځنګل اتیا هکتاره دی او پلار یې هر وخت له ورتګه منع کړي وو. دوی ځنګل ته په دننه کېدو لاره ورکه کړه او تقریباً لس کیلومتره لرې تللې وې.
له بارانه د ځان ژغورلو له پاره یې له کوټ څخه ګټه اخیسته او د خوب پر مهال مشرې خور د کشرې خیال ساته.
پلار یې د موندلو هڅه کوله او وروسته یې پولیس هم خبر کړل چې دوه سوه پولیسو او نورو رضا کارو یې لټه پېل کړه. وروسته دوه چورلکې هم په دغې موندنه کې شاملې شوې.
دوی ویلي چې مور یې ورته په یو کمپ د ژوندي پاتې کېدو او ځان ژغورلو هنر ور ښوولی و.
دغه راز، د ښوونځي په پروګرام کې ورته د ورکېدو پر مهال د ژوندي پاتې کېدو لاره ور ښوول شوی و.
دغه سبق کې یو مهم څه دا و چې دوی به ضرور له خپل مور پلار سره یو ځای کېږي او ستونزه به ختمیږي.
د ورکېدو دغې موده کې د تندې ختمولو له پاره دواړو د باران اوبه څښلې.



اعلان