نیویارک ټایمز: د هند-پاکستان تر منځ د اټومي جګړې امکان زیات دی

نظر او تحليل

نیویارک ټایمز: د هند-پاکستان تر منځ د اټومي جګړې امکان زیات دی

267

وتلې امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یو مطلب کې لیکلي چې د دوه اټومي ګاونډیو تر منځ د اټومي جګړې شونتیا ډېره ده.
دغه مطلب چې د ورځپاڼې یو بورډ لیکلی په کې راغلي چې که څه هم د پاکستان او هند تر منځ ترینګلی وضعیت سوړ شوی، خو د اټومي جګړې ګواښ لا هم شته.
د ورځپاڼې اشاره وروستیو ورځو کې د دغو دوه ګاونډیو تر منځ ترینګلو اړیکو او بریدونو ته ده.
د فبرورۍ په ۱۴ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په هندي پوځ له برید وروسته هند په پاکستان کې برید وکړ چې هند په کې ګڼو کسانو ته د مرګ-ژوبلې اړولو ادعا وکړه.
وروسته دواړو هېوادونو د یوه بل د الوتکو د غورځولو رپوټونه هم ورکړل. پاکستان یو هندی پیلوټ هم نیولی و چې بیا یې خوشې کړ.
ورځپاڼې ویلي، تر هغه چې د کشمیر مسله حل شوې نه وي، نو دواړه هېوادونه له نه اټکلېدونکي او ناوړه پایلو سره مخ کېدای شي.
ورځپاڼه وایي، د بیل کلنټن، جورج بش او باراک اوباما حکومتونو هڅه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ وضعیت له کنټروله و نه وځي، خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت بیا د پاکستان ضد دریځ ونیوه ځکه چې هلته(هند) سره خپلې ګټې لري.
د فبرورۍ له برید وروسته دواړه هېوادونه د جګړې په غاړه ولاړ وو او یو بل ته یې سخت ګواښونه کول، خو د نورو هېوادونو د مداخلې او ارام غوښتنې له امله وضعیت لږ څه سم شو.



اعلان