د ډاکټرانو لیک ولې خراب وي؟

پام وړ

د ډاکټرانو لیک ولې خراب وي؟

289

ویل کېږي چې د ډاکټرۍ له پاره د سند تر څنګ خراب لیک ته هم اړتیا ده.
د ډاکټرانو د خراب لیک په اړه یو نظر دادی چې ژر ژر زیات لیک کوي.
ډاکتر بروکاټو وایي، که یو کس د ورځې له لسو تر دولسو ساعتونو لیکل کوي، نو بیا یې د لیک ښه پاتېدل ډېر ستونزمن دي.
"د پرلپسې لیکلو پایله کې لاسونه ستړي کېږي".
د پین منجمنټ یو مشر ګولډ سټین وایي، د خراب لیک یو لامل د لاس د کوچني والي له امله د لاس د پلو ستړي کېدل دي چې له امله یې د ښه لیک لیکل ناممکن کېږي.
که ډاکټر یو ناروغ ته یو ساعت وخت ورکړي، نو سوکه سوکه لیکل کولای شي، خو خبره برعکس ده.
په اوسط ډول یو ډاکټر یو ناروغ ته پنځلس دقیقې وخت ورکولای شي چې یو ساعت کې د څلورو ناروغانو تاریخچه ګوري او نسخه لیکي.
ځینې طبي اصطلاحات داسې دي چې لنډیز (مخفف) یې لیکل کېږي. په درملتونونو کې ناست کسان پرې پوهېږي.
کله نا کله په نسخو کې یوه کوچنۍ غلطي د لوی زیان لامل هم کېدای شي.
په ۲۰۰۶ کې یو رپوټ کې ویل شوي وو چې یوازې په یو کال کې له ۷۰۰۰ کسانو زیات کسان نسخه کې د غلطۍ له امله مړه شوي وو.



اعلان