امریکایي سناتوره: لوړ پوړي افسر را باندې جنسي زیاتی کړی

راپورونه

امریکایي سناتوره: لوړ پوړي افسر را باندې جنسي زیاتی کړی

808

یوې امریکایي سناتورې ویلي چې په هوایي پوځ کې د خدمت پر مهال پرې یو لوړ پوړي افسر جنسي زیاتی کړی و.
مارتها میکسیلي لومړنۍ امریکایي پیلوټه وه چې د جنګي پیلوټې په توګه یې جګړو کې برخه اخیستې.
د امریکا د اریزونا ایالت دغې سناتورې ویلي، د دغې مسلې رپوټ یې ځکه نه و کړی چې د شرم احساس یې کاوه.
"هغه مهال مې په محکمه کې په انصاف کولو باور نه درلود".
د امریکا پوځ کې د جنسي بریدونو په اړه د سنا مجلس یوې کمېټې ته دغې سناتورې ویلي چې جنسي بریدونه یې زغملي دي.
نوموړې ویلي، دومره تکړه نه وه چې د دغه زیاتي غږ پورته کړي.
په ۲۰۱۷ کې په امریکایي پوځ کې د جنسي زیاتي ۶۸۰۰ پېښې ثبت شوي چې دا د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی دی.
نوموړې سناتورې ویلي، یو مهال یې له اتلس کلن خدمت وروسته د دندې پرېښودو په اړه فکر کړی و.
دغې سناتورې شپږ ویشت کاله په هوایي پوځ کې خدمت کړی چې د ډګروالې رتبې ته رسېدلې وه.
میکسیلي وړاندې هم پر دې د جنسي زیاتو په اړه څرګندونې کړې وې.



اعلان