د انټرنټ ارزانه بیې؛ هند لومړی، افغانستان ۲۶

پام وړ

د انټرنټ ارزانه بیې؛ هند لومړی، افغانستان ۲۶

790

په یوه تازه څېړنه کې په نړۍ کې د انټرنټ ارزانه بيې څرګندې شوې دي. څېړنه وايي، هند په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې انټرنټ په کې ارزانه دی.

د کېبل په نوم وېبپاڼه وايي، هند کې د یو جي بي ډېټا قیمت په اوسط ډول شپږ ویشت امریکايي سنټه دی چې نږدې شل افغانۍ کېږي.

افغانستان په دغه لېست کې په شپږ ویشتم نمبر دی. افغانستان کې د یو جي بي ډېټا قیمت ۱.۶۰ ډالر دی.

ځینو نورو هېوادونو کې د یو جي بي انټرنټ اوسط بيه:

بنګله دېش ۱۳ ۰.۹۹ ډالر

ايران ۱۹، ۱.۲۸ ډالر

پاکستان ۳۳، ۱.۸۵ ډالر

چين ۱۶۵، ۹.۸۹ ډالر

امریکا ۱۸۲، ۱۲.۳۷ ډالر

انګلستان ۱۳۶، ۶.۶۶ ډالر



اعلان