افغانستان ته د پاکستانیو زراعتي چرګانو واردول لږ شوي، پاکستان وايي دغه مسله افغان لوري سره اوچتوي

راپورونه

افغانستان ته د پاکستانیو زراعتي چرګانو واردول لږ شوي، پاکستان وايي دغه مسله افغان لوري سره اوچتوي

490

ایکسپرېس ټرېبیون لیکلي چې افغانستان ته د پاکستان د زراعتي چرګانو صادرول لږ شوي دي. رپوټ وايي چې چارواکو او سوداګرو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

رسنۍ وايي، پاکستاني چارواکو منلې چې دغه مسله به له افغان چارواکو سره بحثوي.

په دغه مسله باندې د برډ ګروپ مشر، د چرګانو د اتحاديې یو مشر عبدالباسط او د پاکستان د کابینې د خوراکي توکو وزیر صاحبزاد محمد محبوب سلطان په یوه غونډه کې خبرې کړي دي.

یو چارواکي ویلي، هڅه کوي چې (افغانستان) ته د (چرګانو) صادرول زیات کړي.

وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو په ځانګړي ډول په ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د زراعتي چرګانو فارمونه جوړ شوي چې د پاکستاني چرګانو بازار يې خراب کړی دی.



اعلان